Banner

د طالبانوسخت نظام دی/ټپيزې: محمدحنيف حيران

10.03.2010 03:34

ژوند لکه ډک د ميو جام دی
د هلکانو نوم بدنام دی
څه وکړم عمر مې ډېر خام دی
د طالبانو سخت نظام دی
چپه کاکل تر خولۍ لاندې ګرځومه

پوی شوم اشنا څومره سپېره يم
ستا د پښو خاورې يم رانجنه يم
که هر څۀ يمه، هيڅه نه يم
د تهمتونو يار دې زه يم
د پتاسو دسمال دې بر کلي ته ځينه

په ستمونو کې ناکام شول
ظلم وستم باندې بدنام شول
ځوړند په دار لکه صدام شول
چا راته ويل موذيان تمام شوله
زما د برخې موذي شته ما ځوروينه

زړګى دې يوړو لاړې پېغلې
خولې کې مې نشته لاړې پېغلې
لاړم د مرګ تر غاړې پېغلې
په تناره ولاړې پېغلې
ډوډۍ دې نه خورم د ديدن وږى دې يمه

تا چې د حسن ځان نوکر کړ
ځان ته دې پېښ پخپله شر کړ
کلى دې ټول په ځان خبر کړ
جانانه ښه شوه ټس مې درکړ
ته مې مين کړې زۀ کراره کېناستمه

ورځ به ماښام شي بيا به شپه شي
شپه به له کاله پرې اوږده شي
ورته به ګرانه ګوزاره شي
جانان چې ځي په مخ دې ښه شي
زړه يې زما په زلفو بند دى رابه شينه

تش د ديدن لانجې دې نه دي
په نه خبر غوسې دې نه دي
لنډې اوږدې وعدې دې نه دي
يوه دې نه ده، دوې دې نه دي
زه دې په کومه خطا خاورې واړومه

ته وا په مينه د دوی پايي
ښايي که نه ورسره ښايي
ورته له مينې لالا وايي
چې خوېندې کيني وروڼه ستايي
چې وروڼه کيني خوېندې بل ته ورکوينه

وينو له دارو فوارې کړې
لوړې ژورې يې پرې سرې کړې
ځوږ د سلګيو آذانګې کړې
ټوپکو بيا غاړې کږې کړې
ګوليو يوړل د ځوانانو لړمونونه

په تورو غرونو ږلۍ راغله
له ډېره غمه سلګۍ راغله
نوره مې ساه تر مرۍ راغله
د اسمان منځ ته سپوږمۍ راغله
بې ياره خوب نه وي که ماته نه راځينه

له دې نه نور به په ځان څه وړم
غټ غټ غمونه مې په زړه وړم
بار لکه غر د بېلتانه وړم
په سر نرۍ لوپټه نه وړم
ستا د دا دا درنې درنې خبرې  وړمه

لشې لشې تېره باڼه وړه
لکه سېلاب په مخ هر څۀ وړه
د عاشقۍ پېټی په زړه وړه
ناز د بې نيازو خلکو مه وړه
قدم زما په سترګو ږده چې ناز دې وړمه

هدايت الله صافى 16.08.2013 04:42

حيران صاحب سلامونه ونېكې هيلې مې ومنه
ټپه چې هرڅه وي ديو وخت اومهال شى وي چې له خولې ووځي ،سړى فكر كوي چې ياره نو زړه مې خوشحاله كړ او ټپه مې زمزمه كړه او لاړه په هوا متلاشي شوه،خوداسې نده خبره كه ښه وي اوكه بده دالله تعالي په نزد جمعه كېږي، د رسول الله صلي الله عليه دحديث مبارك مفهوم دى چې ډېر ځل انسان په خپله خبره پوهه هم نوي او دا انسان كفر ته رسېدلى وي او ډېرځلي انسان په بې خبرۍ كې لوړې درجې ګټلې وي .
له ټپو دې مننه كووم خو دا لږ بدلون غواړي ،كتاب،طالب،مجاهد،عالم، مدرسه،جومات،اوداسې نور... زمونږ ديني مقدسات دي دېته لږ كاږه كاته هم ډېر دي

سيدمحمد زرمتئ 12.03.2010 17:14

دسترګو توره حيرانه وروره؛
ماستا يادچاله خوادرته راليږل شوی ټپی په اوله ورځ دټول افغان په پاڼه کی ولوستلی هم می خوښی شولی اوهم ډير خپه شوم٠خپل وړانديز می ددی اخيرته پريښودل چی زما دټاټوبی ستر ليکوالان ورباندی رڼاواچوی٠ځکه به خپل نظرتر ټولو وروسته ورکړم٠ګرانه وروره؛اول می ستا دټپي ليکونکی تر ليکنی پوری يوه ټوکه ياکيسه راپه زړه شوه چی مخکی لدی چی نظر ورکړم دټپی جوړونکی يا ليږونکی په هکله کيسه داسی وه٠دببرک کارمل په وخت کی ډيرو دپرچم پلويانو دوه خيراتونه خوړل هم ئی دجاهيلينو کارت لرل هم دکاغل٠يؤکس چی يوه ورځ ئی خپلي ښځی ته کورتۍ دپريمينځلو لپاره ورکړيده٠ښځی خوارکۍ کله چی دميړه کورتۍ مينځی کوم کاغذونه چی دخاوند په جيب کی وه،يسته کړيدی٠کورتۍ ئی مينځلي وروسته له وچيدو ئی بيرته دخاوند کاغذونه(کارتونه)دخاوند دکوتۍ په جيب کی ورته يښی دی٠خاوند سباهی خپله کورتۍ اغوستی ده،اوښارته وتلئ ده،سړی ته خپل جيبونه ځلاند وه چی په کوم جيب کی کوم کارت يښئ ده؟دکابل په ښار کی په هغه وخت کی په هر کونج کی ماسلان دتلاښئ لپاره ولاړ وه،چی همدغه شاغلئ ماسل درولئ او دسند غوښتنه ئی ورڅخه کړيده٠ده ماسل ته په ډير غضب سره ويلي دي،دغه ده زما کارت زه دکوپراتيف رئس يم ٠کله چی ماسل کارت کتلئ ده،هغه به يادجميعت يا دکوم بل کوند کارت وی٠ماسل په دغه ځائ دکوپراتيف رئس ښه ډبلولئ ده اوزندان ته ئی ليږلئ ده٠خامخابه يوه ورځ يا ونۍ وروسته خلاص شوئ وی،اوخپله ښځه به ئی هم ښه ډبولي وی،چی دخاوند کارتونه ئی په غلتوجيبو کی ځائ په ځائ کړيوه٠نو ستا دټپو ليږونکئ هم دکوپراتيف رئس ده٠بس ده چی طاليب غريبان دخائن اولاسپوڅی پاکستان دلاسه اؤس زوندی په امريکا خرڅوی له بلي خوا دغسی ددوکارتو خاوندان نن ورته داسی ټپی ليکی٠دغه ښاغلئ ټپی جوړونکئ د تميم ړنګ ليکنه په ټول افغان کی ولولی اوپند دورڅخه واخی هيله چی زماوړانديز خپور کړی٠په درناوی

کامران شډل 12.03.2010 16:05

سلام حیران صیب !

یاره څه تخیل درباندې خدای پيرزو کړی ، زه خو وایمه چې هر وخت یی شکر ادا کوه.

بس په اوله ټپیزه کې دې لکه چې اشاره خپل ځان ته ده.
هاهاهاهاهاهاهاه
خام هلک یی او بیا څڼې او کاکل هم د خولۍ لاندې ګرځوې.

بس یاره راته ژوندی اوسې.
شډل

سید اختر خان پاچا 12.03.2010 15:53

سلامونه
وايي ګپ از ګپ مې خېزه نو خبره په طالبانو ورسیخه شوې او دطالبانو دمهال په ټپو.
زه به هم ډېر لیرې نه ځم ماته پرون چا په موبایل ټلیفون دمسېج له لارې دا شعر راولیږو:

تروګمۍ ده بیابان دی نیمه شپه ده
لا مې ویښ طالب جانان دی نیمه شپه ده

په تلوار تلوار په مینه قدم اخلي
په غلیم پسې روان دی نیمه شپه ده

دخپل دین وطن دفاع کړي میړنی دی
تازه شوی یې ایمان دی نیمه شپه ده

مننه
سید اختر خان پاچا
پېښور

لیږل.................................

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.